د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي دور انتخاباتو کاندید هدایت امین ارسلا په دوهم دور انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د یو شمېر قومونو، سیاسي ګوندونو او مشهوره څیروو وروسته اوس د جمهوري ریاست د لومړي دور انتخاباتو کاندید هدایت امین ارسلا هم په دوهم دور انتخاباتو کې خپل ملاتړ له اشرف غني احمدزی نه اعلان کړ.
په کابل کې په دې مناسبت د دوشنبې په ورځ جوړې شوې غونډه کې هدایت امین ارسلا وویل، د دویم دور انتخاباتو له دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره له نږدې پیژني خو ځکه د ښاغلي احمدزي ملاتړ کوي چې؛ پلانونه یې د هیواد د ملي ګټو لپاره مهم دي.
"زه په دې دلیل دا ملاتړ اعلانوم چې ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د هغې کارونو او اصلاحاتو د پر مخ بیولو توانایې لري چې؛ په راتلونکي کې د هیواد لپاره مهم دي."
په دې غونډه کې د ښاغلي ارسلا دواړو مرستیالانو، ولایتي کامپاینرانو او د هغه ګڼ شمېر ملاتړ کوونکو هم حضور درلود او ژمنه یې وکړه چې؛ په خپلو سیمو کې به د اشرف غني احمدزي په ګټه کار کوي.
د جمهوری ریاست د دوهم دور انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزي له هغه سره د هدایت امین ارسلا یو ځای کېدل مهم وباله.
د ښاغلي غني په وینا، هدایت امین ارسلا د ملي ګټو لپاره له هغه ملاتړ کړی؛ نه د قومیت، سمت او چوکی لپاره.
په همدې حال په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي ملاتره خیل محمدي هم په یوه بله غوڼډه کې خپل ملاتړ له اشرف غني احمدزي نه اعلان کړ.
په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو ته د ګتو په شمېر ورځې پاتې دی؛ له دواړو کاندیدانو د قومي مشرانو؛ سیاسي ګوندونو او با نفوذه کسانو د ملاتړ بازار هم ګرم شوی دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوهم پړاو د جوزار په ۲۴ تمه ترسره شي او د دې انتخاباتو لپاره روان کمپینونه به د انتخاباتو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې پای ته ورسیږي.