اوکراین: په ختیځ کې روانه جګړه باید دې روانې اونۍ ترختمه پای ته ورسیږي

د اوکراین ولسمشر وايي، د دې هېواد په ختیځ کې روانه جګړه باید دې روانې اونۍ ترختمه پورې پای ته ورسیږي.

پترو پروشینکو ویلي د ده لپاره دا د منلو وړ نه ده چې هره ورځ دې خلک وژل کیږي.

نوموړي ویلي، د دې لپاره چې د هر اوکرایني سلامتي خوندي وي دا ضروري ده چې د هېواد پولي وساتل شي.

د اوکراین په ختیځ کې د روسيي پلوه بیلتون غوښتونکو پرضد چې یو شمېر دولتي ودانۍ يې لا په کنترول کې دي، د اوکرایني ځواکونو عملیات دوام لري.