ډانفورډ: د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د اوباما پلان د صفر په معنی نه دی

د امریکا یو جګپوړی پوځي مقام وايي چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې د ځواکونو د اېستلو په اړه د ولسمشربارک اوباما پلان له افغانستانه د پوره وتلو په معنا نه بلکې د امنیتي انتقال په معنا ده.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ د چارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې وویل؛ له افغانستانه د نړیوالو ځواکونود وتلو په اړه د ولسمشر بارک اوباما اعلان په هېڅ صورت له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان ته نه دی ورته.

ډنفورډ وویل، د روان کال په پای کې د اکثریت پوځیانو له وتلو وروسته به دولس زره سرتېري لاهم په افغانستان کې پاتې وي.

ډنفورډ وايي، په دې ډله کې به اته زره د امریکا سرتېري، څلورزره د ناټو د نورو غړو او پاتې به یې افغان ځواکونو ته د روزنې او سلامشورو لپاره پاتې شي.

ولسمشربارک اوباما تېره اونۍ اعلان وکړ چې د روان کال له پای ته رسېدو وروسته به ۹۸۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

جنرال ډنفورد د ناټو دفاع وزیرانو ته وویل چې د ۹۸۰۰ سرتېرو د شمېر د پوره کولو لپاره امریکا په پام کې لري چې د تروریزم ضد ځواکونو یوزر او اته سوه تېري هم په افغانستان کې وساتي.

د اوباما له پلان سره سم دا سرتېري به د راروان ۲۰۱۵ کال ترپایه او د دې نیمايي شمېره یعنې څه کم پنځه زره سرتېري د ۲۰۱۶ کال ترپایه په افغانستان کې پاتې شي. دا سرتېري به په کابل کې د امریکا د سفارت امنیت ټینګوي.

خو ولسمشراوباما وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام د کابل او واشنګتن ترمینځ د امنیتي تړون له لاسلیک سره تړلې دی.

متحدوایالاتو او لویدیځو متحدانو یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان د انتخاباتو د دوهم پړاو ګټونکی نوی افغان ولسمشر به دا تړون چې د نړیوالو پوځیانو حضور قانوني کوي لاسلیک کړي. په بروکسل کې د سه شنبې او چارشنبې په ورځو د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پر متحدوایالاتو سربېره ایټالیا، جرمني او ترکیې هم وویل چې د 1000 او 8000 ترمینځ خپل سرتېري په افغانستان کې ساتي.

جنرال ډنفورډ وویل چې په راتلونکي کال کې به امریکايي ځواکونه د افغانستان په جنوب او ختیځ کې، ایټالوي سرتېري په لویدیځ کې، جرمنان په شمال او ترکي پوځیان په کابل کې دېره وي.

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن د غونډې په پای کې تر ۲۰۱۷ کاله د ملي اردو او ملي پولیسو د درې لکه و دوه پنځوس زره کسیز ځواک د مالي تمویل پر ژمنو هم ټینګار وکړ.

د دې ځواکونو د تمویل لپاره اوس مهال په کال کې د څلور اعشاریه یو میلیارد ډالره مرستې ژمنه شوې چې نیمايي یې امریکا ورکوي.

په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ تېرکال له خپل حکومته غوښتنه کړې وه چې خپله ونډه له شپږ سوه میلیونه څخه اته سوه میلیون ډالرو ته لوړه کړي.