ولې اوباما په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امریکايي عسکرو د پاتې کېدو پریکړه وکړه؟

امریکايي چارواکي وايي، له افغانستان نه د دغه هېواد د پوځیانو د ویستلو پرېکړه یې له افغان حکومت سره د نظر د اختلاف له امله نه ده کړې.

په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالتونو پرېکړه کړې چې؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې یواځې ۹۸۰۰ امریکايي عسکر پاتې کیږي.

که څه هم دا پریکړه د امریکايي چارواکو له خوا د افغانستان او سیمې لپاره د یوې روښانه راتلونکې په ډاګه کول بلل شوي؛ خو افغان کارپوهان وايي. ولسمشر باراک اوباما دا پریکړه افغان حکومت سره د سیاسي اختلاف له امله کړې ده.

دغه کارپوهان وايي، دا چې جمهور رییس کرزي د امریکا له متحده ایالتونو سره د امنیتي سند د امضا کولو پر سر ډېرې ناندرۍ کړي او دا خبره د ځینو نورو اختلافونو سبب شوې؛ نو له همدې امله اوباما پریکړه کړې چې، له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان نه د۹۸۰۰ عسکرو پرته نور ټول امریکايي ځواکونه وباسي.

د سیاسي چارو کارپوه جاویدکوهستاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ کېدای شي، دا پرېکړه په راتلونکې کې بدله شي؛ خو له امریکا سره امضا کیدونکی امنیتي سند بې اهمیته کوي.

"له افغانستان څخه د پوځیانو د ویستلو پریکړه چې؛ اوباما کړې، په حقیقت کې یوه سیاسي پریکړه ده. ځکه چې په امنیتي سند کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د پوځیانو په دندو سربېره د پوځي اډو؛ د ناټو د عسکرو په سطح د افغان اردو سمبالول او له افغان پوځیانو څخه ملاتړ په روښانه توګه واضح شوی دی. دا پرېکړه د ولسمشر کرزي د چلند په غبرګون یو عکس العمل او سیاسي پریکړه ده."

ښاغلی کوهستاني وايي، د بارک اوباما د یادې پرېکړې له مخې له افغانستان د زیات شمېر امریکايي پوځیانو وتل افغان ځواکونو ته هم ضربه رسوي.

د کوهستاني په باور افغان ځواکونه د درنو او پرمختللو وسایلو په برخه کې روزنې ته اړتیا لري او دا کار د امریکا له خوا په ټاکل شوې دوه کلنې موده کې امکان نه لري.

خو امریکايي چارواکي وايي، متحده ایالات د افغان ځواکونو پر ظرفیت او په راتلونکې کې د هغوی پر پياوړي کېدو باور لري او له همدې امله یې پریکړه کړې چې؛ خپل زیات شمېر عسکر له افغانستانه وباسي.

دوی دا مساله ردوي چې ګواکې له افغان حکومت سره سیاسي مخالفتونه د دې لامل شوي؛ څو امریکا له نږدې لسو زره پرته د خپل هیواد نور ټول پوځیان له افغانستان څخه وباسي.

په کابل کې د امریکا سفیر جیمزکیننګهم د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ۲۰۱۴ کال وروسته د یو زیات شمیر امریکا پوځیانو د وتلو پرېکړه سیاسي ده که نه؟ وویل:

"د ولسمشر پریکړه له افغان حکومت سره د نظر د اختلاف په اساس نه ده شوې. البته موږ ټول پوهیږو چې، له نوي افغان حکومت سره به په څو میاشتو کې یوه معامله وکړو.

دا پرېکړه له افغان ځواکونو نه زموږ د ارزیابۍ په اساس شوې ده. څه چې هغوی یې ورته اړتیا لري څو په راتلونکي کې نور هم پیاوړي شي او بریالي و اوسي.

موږ فکر کوو، کوم پلان چې جمهور رییس وړاندې کړی؛ له مخې به یې موږ د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو چې؛ بلاخره به په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور کم کړي."


له دې مخکې هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ او د امریکا دفاع وزیر چک هیګل ویلي چې؛ امریکا د افغان پوځیانو روزنې ته ژمنه ده او د امریکايي سرتیرو د کمولو پرېکړه په دې معنی ده چې؛ د افغان ځواکونو پیاوړتیا ورځ تر بلې زیاتیږي.

په همدې حال کې د ناټو او ایساف غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو په وروستۍ غونډه کې چې د دې سازمان په مقر بروکسل کې وشوه؛ د ناټو سازمان عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د امریکا له دې پریکړې ملاتړ وکړ.

راسموسن وویل، دا چې امریکا په افغانستان کې د پوځيانو روزنې ته ژمنه ده؛ د دې څرګندونه کوي، چې موږ ټول په ګډه له افغانستان سره پاتې کیږو:

"موږ له ۲۰۱۴ کال وروسته په یوه نوي پلان کار کوو چې؛ د افغان ځواکونو روزنه، ملاتړ او تجهیز دی.

زموږ په دغه حمایوي ماموریت کې د فعالې ونډې اخیستلو په خاطر د امریکا متحده ایالتونو وروستۍ پریکړه او د ناټو غړو هېوادونو سرښندنې د دې څرګندونه کوي چې؛ موږ به تل له افغانستان سره پاتې کیږو."


راسموسن همداراز له افغان ځواکونو ستاینه وکړه چې؛ د انتخاباتو لپاره یې پوره امنیت نیولی و.

په همدې حال کې د ناټو او ایساف د غړو هیوادونو دفاع وزیرانو په غونډه کې امریکايي چارواکو ویلي؛ په افغانستان کې د ۹۸۰۰ پاتې کیدونکو امریکايي عسکرو له ډلې ۱۸۰۰ یې د ترورزم پر وړاندې مبارزه کوي.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم له ۲۰۱۴ کال وروسته له دغه هېواده د زیات شمېر امریکایي پوځیانو د وتلو په ا ړه اندیښنه نه لري؛ خو وايي چې، امریکا باید د شویو ژمنو له مخې د ۲۰۱۶ کال تر پایه افغان هوايي ځواکونه تر هغې کچې وروزې او تجهیز کړي چې؛ اړتیا یې لیدل کیږي.

د دغه وزارت ویاند ظاهرعظیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې د عملیاتو مشري په خپلواکه توګه په غاړه واخیسته. د اجرا او پلان جوړونې کار یې هم زموږ پر غاړه دی. په بشپړ ډاډ سره ویلی شو؛ چې ملي اردو به ټولې ننګونې له منځه یوسي حالت به کنټرول کړي او ګواښونه به له منځه یوسي. خو زموږ، امریکا او ناټو پوځیانو تر منځ د شوي تړون له مخې په خاصه توګه امریکا باید د ۲۰۱۶ کال تر پایه د افغان هوايي ځواکونو په تجهیز کې تر هغې اندازې مرسته وکړي؛ د اوسني حالت ځوابونکی و اوسي."

کارپوهان وايي، له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د زیات شمېر امریکايي پوځیانو د وتلو موضوع ځکه خلک اندیښمن کړي چې؛ افغان ځواکونه په بشپړه توګه د امنیتي مسوولیتونو اخیستلو ته چمتو نه دي.

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رییس بارک اوباما په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې؛ که د افغانستان نوی جمهور رییس ورسره امنیتي سند لاسلیک کړي؛ نو له ۲۰۱۴ کال وروسته به یواځې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي. که دغه سند لاسلیک نه شي نو د امریکا د ډیپلوماټیکو مرکزونو له ساتونکو پرته به نور ټول امریکايي عسکر له افغانستانه ووځي.

راپور: صفي الله ستانکزی