روسیه له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتلو ته اندېښنه لري

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې؛ د افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو وتل د روسیې او پخواني شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته د غځېدو ګواښ ډېروي.

الکسانډر لوکاشیویچ ویلي چې؛ د روسیې د اټکل له مخې له افغانستان څخه د ایساف ځواکونو وتلو سره دا احتمال وي چې؛ د تروریزم ریښې د ګډو ګټو هېوادونو چې روسیه هم په کې شامله ده؛ ورسیږي.

روسي چارواکي ویره لري، چې که ایساف ځواکونه له افغانستانه ووځي؛ نو طالبانو ته به دا موقع په لاس ورشي چې؛ په خلاص لاس د افغانستان په ټولو سیمو کې فعالیت وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې؛ ولسمشر اوباما په دې وروستیو کې اعلان کړی چې؛ تر ۲۰۱۶ کال پورې به خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي.