بارک اوباما: مسکو دې د اوکراین له منتخب ولسمشر سره کار وکړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له مسکو څخه غوښتي چې؛ د اوکراین له منتخب ولسمشر پټرو پروشینکو سره کار وکړي.

بارک اوباما په بروکسل کې د بریتانیا د صدراعظم دېوېډ کامرون تر څنګ دغه غوښتنه مطرح کړه.

نوموړي زیاته کړه، د پروشینکو د لوړې مراسم د جون پر اومه کیږي او دا د روسیې لپاره یوه موقع ده چې؛ باید لاسته یې راوړي.

"زه په دې باور یم چې، د اوکراین د منتخب ولسمشر پروشینکو د کار پیل به یوه موقع برابره کړي؛ په تېره بیا وروسته له هغه چې دی لوړه وکړي چې؛ ددغه هیواد په ختیځ کې شخړي به ختموي او اصلاحات به راولي. روسیه باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي.

روسیه اړتیا لري چې، د اوکرایین منتخب ولسمشر چې په مشروع ډول انتخاب شوی؛ په رسمیت وپیژني او د کیف له حکومت سره اړیکي ولري."

په همدې ترڅ کې کریملین وایي؛ د روسیې ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره هېڅ ډول لیدنه نه وه پلان شوې.

دا مهال پوتین او اوباما دواړه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې دي.