افغانستان: امریکا دې د راکټي بریدونو په اړه ژر غبرګون ښکاره کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، له امریکا نه غواړي چې پر افغانستان د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه ژر غبرګون ښکاره کړي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو د هوکړه لیک له مخې د امریکا متحده ایالات باید د پاکستان د دغو بریدونو په اړه اقدام وکړي.

خو تردې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر ویلي و، چې امریکايي ځواکونه د ستراتیژیکو همکاریو د هوکړه لیک له مخې مکلف نه دي چې د پاکستان د حملو پر وړاندې مشخص اقدام وکړي.

په همدې حال کې د سیاسي او حقوقي چارو کارپوهان په دې باور دي چې امریکا د ستراتیژیکو همکاریو د هوکړه لیک په اساس مکلفیت لري چې پر افغانستان د بل هیواد د تیري په صورت کې اقدام وکړي.

د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه په کابل کې د امریکا سفیر له څرګندونو، دوه ورځې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هغه د خبرو په اړه غبرګون ښوولی.

په کابل کې د امریکا سفیر ویلي وو، د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو د هوکړه لیک له مخې امریکايي ځواکونه د پاکستان د بریدونو په اړه ځانګړی اقدام ته مکلف نه دي.

د بهرینو چارو وزارت د ویاند مرسیتال سراج الدین سراج ازادۍ راډیو ته وویل، د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو هوکړه لیک په نهمه ماده کې ټینګار شوی چې پر افغانستان هر ډول بهرنی یرغل د امریکا د جدي اندیښنې سبب کېږي.

د دغه سند د نهمې مادې له مخې پر افغانستان هر ډول بهرنی یرغل د امریکا د جدي اندیښنې سبب کېږي او پر افغانستان د بهرني یرغل په صورت کې دواړه هیوادونه په مشوره، د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیک او نظامي غبرګون په شمول او د خپلو اساسي قوانینو له مخې بهرني یرغل ته مناسب ځواب ورکوي.

د امریکا سفیر جیمز کننګهم د سې شنبې په ورځ کابل کې ویلي، چې د افغانستان او امریکا د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو د هوکړه لیک له مخې، امریکايي ځواکونه پر کونړاو نورستان د پاکستان د راکټي بریدونو په وړاندې د کوم مشخص اقدام د کولو مکلفیت نه لري.

کننګهم دا هم ویلي و چې، د پاکستاني چارواکو سره یې د دغو بریدونو په اړه خبرې کړي او هڅه کوي چې پر هغه هیواد د خپل نفوذ له لارې دغه ستونزه لرې کړي.

په همدې حال کې، د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غوڼډې په پای کې د پاکستان د راکټي حملو موضوع د امریکا او ناټو چارواکو سره شریکه کړې او ورته یې ویلی، چې جمهور رییس کرزي ورته امر کړي چې د دغو بریدونو د دوام په صورت کې دې په ورته اقدام لاس پورې کړي.

یو شمېر سیاسي او حقوقي کارپوهان په دې باور دي چې د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو د هوکړه لیک له مخې امریکا مکلفیت لري چې پر افغانستان د بهرني یرغل په صورت کې اقدام وکړي.

تردې وړاندې په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو قومندان جوزف ډنفورډ له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې د پاکستان د راکټي حملو په اړه بی خبري ښودلې او ویلي و چې په اړه به یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.