اروپایي ټولنه به د جمهوري ریاست له دویم پړاو انتخاباتو نه په غور سره څارنه وکړي

د افغانستان له انتخاباتو څخه د اروپایي ټولنې د څارنې پلاوی وایي، چې د جمهوري ریاست له دویم پړاو انتخاباتو نه به په غور سره څارنه وکړي.

ددې پلاوي مشر تیجس بیرمن ازادي راډیو ته وویل، چې، کارکوونکې به یې په راتلونکو انتخاباتو کې درغلۍ کشف او نتیجه به یې له خلکو سره شریکه کړي:

″موږ په لومړي پړاو انتخاباتو کې په کابل، مزارشریف او د افغانستان په نورو ولایتونو کې څه باندې اویا څارونکې درلودل، زه فکر کوم، چې دویم پړاو انتخاباتو کې به هم همدغه شمیر څآرونکې انتخابات وڅاري.″

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم وایي، چې په دویم پړاو انتخاباتو کې به هغو کسانو ته د څآرنې اجازه ورکړي، چې په لومړي پړاو کې یې دغه دنده درلوده.