د ايران د خبره ګانو د شورا رييس د زړه د سکتې له کبله په روغتون کې بستر شو

د ايران د خبره ګانو د شورا رييس د زړه د سکتې له کبله په روغتون کې بستر شو.

د ايران د سخت دريځو فارس او تسنيم خبري اژانسونو وويل، ۸۳ کلن آيت الله مهدوي کني (Kani) د کوما په حالت کې دي.

له بلې خوا د ايران نيمه دولتي ايسنا خبري اژانس د کني د دفتر په حواله وويل چې د نوموړي د زړه وضعيت خراب شوي خو کوما نه دي.

د آيت الله کني دفتر په ايرانيانو ږغ کړي چې د نوموړي د روغتيا لپاره دعاوې وکړي.

د خبره ګانو شورا د ايران د مذهبي مشر د ټاکلو او بې واکه کولو صلاحيت لري او د دې ترڅنګ د مذهبي مشر کارونه څاري.