په هرات کې د تښتول شوي هندي مرستندوي په تړاو يو تن مشکوک نيول شوی دی

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په هرات کې د تښتول شوي هندي مرستندوي په تړاو يې يو تن مشکوک نيولی دی.

د افغانستان حکومت هندي چارواکو ته خبر ورکړي چې افغان امنيتي ځواکونو د (GRS) موسسې د کارکوونکي ۴۷ کلن الکسيس پريم کومار د تښتولو په تور يو تن نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويندوي صديق صديقي وايي چې پوليس هلې ځلې کوي چې برمته شوي هندي ژر تر ژره راخوشي کړي.

صديقي دا هم وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسي په هرات کې د پريم کومار د ژغورلو لپاره عمليات روان دي.

پريم کومار څلور ورځې وړاندې د هرات په انجيل ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شو.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې کومار د هند تبعه دي چې په يوه غيرحکومتي موسسه کې يې کار کاوه مګر د هند له حکومت سره هيڅ راز اړيکې نه لري.