ولسي جرګې د تروریزم د تمویل پر ضد د مبارزې قانون تصویب کړ

د افغانستان ولسي جرګې د تروریزم د تمویل پر ضد د مبارزې قانون تصویب کړ.

له تروریزم سره د مبارزې او د پیسو د سپینولو د منع قوانین هغه دوه ګوني قوانین دي چې نړېوالې ټولنې او چینایي بانکونو یي پرتصویبولو پرله پسې تاکید کړی دی.

په دې وروستیو کې د چین بانکونو خبردارې ورکړی که چېرې افغان حکومت دغه قوانین تصویب نه کړي، بانکي اړیکي به ورسره وشلوي.

د ولسي جرګې ريیس وویل، د پیسو د سپینولو د قانون پرطرحې هم بحثونه روان دي او د جرګی په راتلونکو غونډو کې به تصویب شي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

ولسي جرګې د تروریزم د تمویل پر ضد د مبارزې قانون تصویب کړ