مهمند: د بې وزله ماشومانو د ژوند ښه والي ته هم یو څه کارونه شوي

د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال واصل نور مهمند سره د ځوانانو د بې کارۍ او د ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلی مهمند وایي، سره له دې، چې دوی په تیرو څه باندې دولسو کلونو کې شااوخوا پنځه لکه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو زیاتوي، چې اوس هم په ټول هیواد کې نږدې څلور میلیونه د کار وړ ځوانان بې کاره دي.

نوموړی وایي، چې دوی د بې وزله ماشومانو د ژوند ښه والي ته هم یو څه کارونه کړي، خو شکایت کوي، چې پوره بودجه نه لري، ترڅو ټول بې وزله ماشومانو له درنو کارونو وژغوري او د تعلیم زمینه ورته برابره کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟