په سوریه کې د ولسمشرۍ انتخابات پای ته ورسیدل

په سوریه کې د ولسمشرۍ انتخابات پای ته ورسیدل. د رایي اچولو مرکزونه تر نیمې شپې پورې پرانیستې وو.

په سوریه کې په داسې حال کې انتخابات کیږي چې درې کاله کیږي په دغه هیواد کې کورنۍ جګړه روانه ده. په دې جګړې کې تر یولک او شپیته زره ډیر کسان وژل شوي او په میلیونونو نور د خپلو کورونو پرې ښودو ته اړ شوې دي.

دا انتخابات یوازې په هغو سیمو کې شوې دي چې د حکومت په لاس کې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو دغه انتخابات شرمونکي وبلل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې بشار الاسد نن هغه اعتبار نه لري چې پرون یې درلود.

د بشار الاسد تر څنګ دوو تنو نورو ځانونه کاندید کړې دي چې پیژندل شوې څیرې نه دي او دا خبره پخه ده چې د انتخاباتو ګټونکی بشار الاسد دی.

دا په تیرو پنځوسو کلونو کې چې د بشار الاسد پلار حافظ الاسد واکمن و او بیا بشار الاسد ولسمشر و، لومړی ځل دی چې په سوریې کې انتخاباتو ته تر یوه کس ډير دریدلې دي.