فیفا د ۲۰۲۰ نړېوال فوټبال جام د پرېکړې په اړه تحقیقات کوي

د فوټبال د نړیوالې ادارې یو مسوول مقام وايي؛ که د فساد په اړه شوې ادعاوې ثابتې شوې؛ نو په ۲۰۲۲ کال کې د قطر د نړېوال جام د ځای د بیا غوراوي لپاره د یوځل بیا رای اخیستو ملاتړ به وکړي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا FIFA مرستیال مشر "جیم بویس" (Jim Boyce) بي بي سي ته دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې؛ برتانوي اخبار سنډې ټایمز راپور ورکړ چې؛ د فیفا چارواکو پنځه میلیون ډالره بډې اخیستي؛ څو په ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال د نړېوال جام سیالیو لپاره د قطر د انتخاب ملاتړ وکړي.

د فیفا د اخلاقي اصولو د کمیټې مشر مایکل ګارسیا اوس مهال د فیفا د مشرتابه هیات د ۲۰۱۰ کال د دې پرېکړې په اړه تحقیقات کوي. نوموړي وویل، دی هیله من دی چې په دې اړه راپور به د روان کال په وروستیو کې برابر کړي.

د دې رسوایۍ اصلي محور د فیفا او د آسیا د فوټبال د فدراسیون یو پخوانی مقام محمد بن حمام Mohammed bin Hammam دی؛ چې د ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال د نړیوال جام د لوبو لپاره د قطر د غوراوي لپاره د بډو په ورکولو تورن شوی. په قطر کې د نړېوال جام د لوبو تنظیموونکو چارواکو دا تورونه رد کړي دي.