امریکايی عسکر "باو برګډال" د ۵ طالب بندیانو په بدل کې خوشې شو

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل؛ يوازنى امريکايي سرتېرى چې له طالبانو سره اسير و؛ د تبادلې په نتيجه کې خوشې شو.

امريکايي چارواکي وايي، باو برګډال د هغو پنځو طالبانو په بدل کې خوشې شو؛ چې په ګوانټانامو کې بنديان وو.

راپورونه وايي، دغه خوشې شوي طالبان د قطر چارواکو ته سپارل شوي دي.

ويل کيږي، پرون ماښام د افغانستان په ختيځ کې د دې سرتېري د خوشې کېدو پر مهال د امريکا د ځانګړو ځواکونو ګڼ غړي حاضر وو.

برګدال د ٢٠٠٩م کال د جون مياشتې له ٣٠مې راهيسې د طالبانو په ولکه کې و.

وسله والو طالبانو هم په يوه اعلاميه کې د پنځو طالب مشرانو په بدل کې د دې امريکايي سرتېري د خوشې کېدو خبر تاييد کړى دى.