د ځدراڼو قوم مشرامان الله خان ځدراڼ له عبدالله عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاینونوپه ترڅ کې د لویې پکتیا د ځدراڼو قوم مشرامان الله خان ځدراڼ له عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي ځدراڼ له عبدالله عبدالله نه وغوښتل، د بریالیتوب په صورت کې دې په خپل راتلونکي حکومت کې ټولو قومونو ته په مساوي توګه ونډه ورکړي.

د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله ژمنه وکړه چې؛ په انتخاباتو کې بریالي شي نو داسې حکومت به رامنځته کړي چې ټول قومونو ته به د منلو وړ وي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاینونو په لړکې د جمعې په ورځ د لویې پکتیا د ځدراڼو قوم مشر او د قومونو په چارو کې سالاکار وزیرامان الله خان ځدراڼ د اصلاحاتو او همپالنې له ټیمه ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي ځدراڼ له عبدالله عبدالله وغوښتل، د بریالیتوب په صورت کې به دې داسې حکومت رامنځ ته کړي چې ټول قومونه په کې برخه ولري.

د جمهوري ریاست د دوهم دورکاندید عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره د ځدراڼو د قوم د یوځای کېدو په غونډه کې ژمنه وکړه، که ولسمشر شي ملي حکومت به جوړکړي:

″انشاالله موږ ټول امیدوار یو د را روانو انتخاباتو په نتیجه کې به داسې یو حکومت رامنځته شي چې د هغه په هنداره کې ټول افغانان ځانونه وویني، ملي وحدت به په کې تمثیل شي، تبعیض به په کې نه وي، تفرقه به په کې نه وي او عدالت به په کې وي.″

بل خوا د جمهوري ریاست لومړي دورکاندید ګل اغا شیرزی چې له عبدالله عبدالله څخه یې ملاتړ اعلان کړی، د جمهوري ریاست د دوهم دور پر بل کاندید اشرف غني احمدزي سخت انتقادونه وکړل.

ښاغلي شیرزي اشراف غني احمدزي ته په خطاب کې وویل، که چېرې د پخوانیو څرګندونو په اړه بخښنه ونه غواړي نو څارنوالي ته به یې معرفي کړي:

″د غلطو خبرو حق نه لري د شخصیتونو د وژلو په وسیله باید ځان واک ته ونه رسوي، هغه باید عالمانه خبرې وکړي هغه باید د ولسمشر په څیر خبرې وکړي د پوهانو خبرې وکړي دی، اشرف غني احمدزي ویلي دا چې ګل اغا شیرزی له ما سره یوځای نه شو زه چې د مالیې وزیر وم دی په کندهار کې صندوق ایښی وو، هغه ما ور بند کړ هغه باید د دې خبرو بخښنه وغواړي او که یې و نه غواړي، زه یې څارنوالي ته معرفي کوم په راتلونکي کې باید داسې خبرې ونه کړي.″

د اشرف غني د انتخاباتي ټیم غړي عباس نویان وايي، هغه وخت چې ګل اغا شیرزی په ننګرهار کې والي وو، نو د بیارغونې په نوم یې صندوق ایښی و او له خلکو به یې پیسې را ټولولې چې دا کار غیر قانوني و.

ښاغلي نویانو ازادۍ راډیو ته وویل، غیرقانوني کارباید وغندل شي او ډاکټر صاحب حاضر نه دی چې له شیرزي څخه معذرت وغواړي:

″زه فکر نه کوم هغه وخت چې یو څوک حقیقت ووايي او وروسته مجبور شي چې له حقیقت ویلو څخه معذرت وغواړي هغه څه چې ښاغلي اشرف غني احمدزي ویلي حقیقت و او هغه حاضر نه دی چې معذرت وغواړي.″

د اشرف غني احمدزي د ټیم غړي وايي، دوی حاضر دي چې دغه څرګندونې له ښاغلي شیرزي سره په څارنوالۍ کې سپینې کړي.

جمهوري ریاست د دوهم دورد کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ د جوزا په لومړۍ پیل شوې او د همدې میاشتې تر یوویشتمې به دوام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان