د ولسمشرۍ انتخابات دوهم پړاو ته غځېدلي، تېرې کېسې به هېرې کړو چې په تېرو انتخاباتو کې مو ګډون وکړ او که نه، دا وايئ، چې راتلوونکي ياني دوهم پړاو ته مو مټې رابډوهلي؟ زړه نا زړه يئ، که څنګه؟ د ګډون او د نه ګډون لپاره کوم دلایل لرئ؟ په دې خپرونه کې مې له ګڼو ځوانانو داسې پوښتنې کړي دي.
دغه ځوانان (بشیر، محمدجعفر مېرخېل، زينت، اصیل خان، محمد حسن کوچی او امين الله) وايي چې په تېرو انتخاباتو کې یې ګډون کړی او دا پرخپل ځان د خپل وطن حق بولي. خو سميع الله او نفیسه هغه څوک دي چې انتخابات ورته ارزښتمن نه ښکاري، دوی وايي چې د یو چا په بریالي کېدو کې د خلکو رایه هيڅ رول نه لري، بلکې دا هر څه په دسېسو کيږي.
که ښه او لایقه جمهوررئيس ولرو، په هېواد کې به ستونزې کمې وي، ځوانانو به خپلو زده کړو، ورزش او علمي فعالیتونو ته په سړه سينه اوږه ورکړي وي، خو که د هېواد د مشکلاتو د حل لار د جمهوريئس له فکره لوړه خبر وي، نو همدغه ځوانان به پر دولت نیوکه کولو او لاریونونو ته اوزګار وي، په پوهنتونو او علمي مرکزونو کې به ناارامه وي. د ځوانانو ټولنو فعال سعيد زابلی همداسې څه وايي او زينت په انتخاباتو کې د ځوانانو نه ګډون یو بې ګټې کار بولي.
څو لسیزې پخوا چې ښوونځي، پوهنتونونه او نور علمي مرکزونه سنګرونه ګرځېدلي وو، ښايي د ډېرو ځوانانو په زړونو کې به د ارامۍ او بیا یوه لوړ منصب ته د رسېدو هېله وه، خو وخت یاري نه کوله نو... ځوان عبدالستار سعادت سره وخت او حالاتو یاري وکړه، همت یې وکړ او دا دی تر لوړ منصبه ورسېد، اوس د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کميسون مشر دی، دی وايي په انتخاباتو کې نه ګډون د ځان او د خپل راتلوونکي په اړه فکر نه کول دي.
اکثره په ناسمه او احساساتي پرېکړو سړی پښېمانه کیږي، د کابل اوسېدونکې عطیې پر وینا، دا ځل غواړي خپله سهوه جبران کړي، کومه سهوه؟ ورته غوږ شئ:
(زما نوم عطیه دی، د اقتصاد پوهنځي محصله یم. نه، له بده مرغه ما تېرو انتخاباتو کې ګډون ونه کړ، نه پوهېږم ولې مې داسې وکړل، خو چې فکر مې وکړ، د تېرو کلونو په نسبت زموږ هېواد کې ډیر بدلونونه راغلي، خصوصاً موږ نجونو ته په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګ زمینه برابره شوې ده او د یوې روښانه راتلوونکې په لور روان یوو، نو ځکه اوس غواړم چې دا سهوه مې جبران کړم او انشاالله چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې به خامخا ګډون وکړم).