اروپایي اتحادیي یو ځل بیا د اوکراین له نوي منتخب ولسمشر څخه په خپل ملاتړ ټینګار وکړ

اروپایي اتحادیي یو ځل بیا د اوکراین له نوي منتخب ولسمشر پترو پروشینکو څخه په خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

د اروپایي اتحادیې مشرانو دغه ملاتړ پرون له غونډې وروسته څرګند کړ.

د اروپایي کمیسیون مشر خوزي مانویل بروسو پرون په پروکسل کې د اوویشتو غړیو هېوادونو د مشرانو له غیر رسمي ماښامنۍ وروسته وویل، اروپایي اتحادیه د اوکراین د قانوني منتخب ولسمشر ملاتړ کوي.

باروسو وویل، د اروپایي اتحادیې مشرانو د اوکراین په اساسي قانون کې د اصلاحاتو، د دې هېواد له ځپل شوي اقتصاد سره د مالي مرستو او دغه راز په دې اړه چې اوکراین او اروپا د خپلې اړتیا وړ انرژۍ د مصون کولو لپاره چې تر ډیره د روسیې پر ګازو متکي دي، هڅې شدیدی کړي، خبرې وکړې.