دلیل: د ولادي فیسټولا په مخنیوي کې پوره هڅه کوو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د ملګروملتونود وګړو صندوق وايي، په ګډه هڅه کوي ترڅو د ولادي فیسټولا ناروغۍ مخه ونیسي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ډاکتر ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ کابل کې د ولادي فیسټولا د نړېوالې ورځې د لمانځ غونډې پر مهال وویل، چې دغه ناروغۍ په افغانستان کې هم شته چې دوې یې د مخنیوي په برخه کې پوره هڅه کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ملګروملتونو د وګړو صندق مشرې وویل، چې دوی د یادې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره هر راز مرستې ته چمتو دي.

نور حال له کابله د سیدکمال شاه عارف په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

دلیل: د ولادي فیسټولا په مخنیوي کې پوره هڅه کوو