دادرس وایي، هغه زندانیان، چې د دوی په وسیله ازاد شوي، بې ګناه وو

د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د بګرام زندان د زندانیانو د دوسیو څیړلو او برخلیک ټاکلو د ځانګړې کمیټې له غړي عبدالشکور دادرس سره د دوی د کارونو او هڅو په اړه خبرې کړي.

دغه کمیټه د ۱۳۹۲ کال په لومړیو کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا جوړه شوه او د ښاغلي دادرس په خبره تراوسه دوی توانیدلي، چې له بګرام زندان څخه ۶۸۹ زندانیان را ازاد کړي.

دادرس وایي، هغه زندانیان، چې د دوی په وسیله ازاد شوي، بې ګناه وو خو ډیرې میاشتې او حتی کلونه یې له کوم موجب پرته په زندان کې تیر کړي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟