د لومړنیو پایلو له مخې "پیټرو پوروشینکو" ممکن په لومړي دور کې اوکراین انتخابات وګټي

د اوکراین د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښيي؛ چې "پیټرو پوروشینکو" ممکن په لومړي دور کې دا انتخابات وګټي.

د اوکراین د انتخاباتو کمیسیون وایي، د رایو په سلو کې پنځوس شمېرل شوې او پوروشینکو شاوخوا په سلو کې ۵۴ ګټلي دي.

د کمیسیون مطبوعاتي دفتر ویلي، "یولیا تیموشینکو" د رایو په سلو کې ۱۳، "اولیح لیاشکو" په سلو کې ۸ اعشاریه ۵ او "اناتولي هریڅینکو" د رایو په سلو کې ۵ اعشاریه ۵ ګټلي دي.

پوروشینکو سر له اوس نه خپل بری اعلان کړی دی.

تیموشینکو ویلي، د رایو نتیجې به ومني.

پوروشینکو چې د چاکليټ جوړولو د فابریکو خاوند او میلیارډر دی، وایي چې، د جمهوري ریاست لومړی ماموریت به یې په هېواد کې د جګړې ختمول او د سولې ټینګول وي. ده ویلي، لومړی سفر به یې د اوکراین ختیځ ته وي چې؛ د روس پلویو بیلتون غوښتونکو تر واک لاندې دی.

سپینې ماڼۍ سمدستي د اوکراین د جمهوري ریاست د نتیجو هرکلی وکړ او په یوه اعلامیه کې یې ویلي، جمهور رییس بارک اوباما د اوکراین له راتلونکي مشر سره کارکولو ته سترګي په لار دی.