د اوکراین د ولسمشرۍ تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ نښتې شوې دي.
د اوکراین په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو ګواښ کړی دی چې؛ خلک به پرې نه ږدي چې سبا ته رایې ورکړي.
حکومتي ځواکونو نن سهار د بیلتون غوښتونکو د ځپلو لپاره خپلو عملیاتو ته د اوکراین په ختیځ کې دوام ورکړ او له مخالفانو سره یې نښتې وکړې.
د دونیڅک په سیمه کې د اسوشیېټډ پریس اژانس خبریال وویل چې؛ د "کارلیفکا" کلي ته نژدې یې د دوو اوکرایني پوځيانو مړي لیدلي دي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکي پرون کییف ته ورسیدل، څو د سبانیو انتخاباتو څارنه وکړي.