د ازبکستان ولسمشر له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل تر وخت وړاندې بولي

د ازبکستان ولسمشر له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل تر وخت وړاندې وباله؛ خو په عين حال کې يې تاکيد وکاوه چې؛ د افغانستان لانجه يوازې له پوځي لارې نه شي حل کېداي.

اسلام کريموف دا څرګندونې د چين په شانګهاي کې وکړې.

ښاغلي کريموف وويل، چې دا به پخه خبره وي چې ووايو نن ټول لوري د افغانستان د کړکېچ د حل کولو په اړه په يوه مساله کې هم نظره دي او هغه دا ده چې په افغانستان کې سوله له پوځي لارې لاس ته نه راځي."

کريموف د چين د سفر په مهال د دغه هيواد له ولسمشرسره وکتل او د اسيا د همکارۍ او اعتماد رامنځته کولو په کنفرانس کې يې ګډون وکړ.