د اوکراین صدراعظم د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه

د اوکراین صدراعظم ارسیني یاتسینیوک د دې هېواد په خیتځ کې روانې ناکراری ته په پام سره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، دی غواړي داسې شواهد وړاندې کړي چې ښيي روسیه په اوکراین کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډولو هڅه کوي.

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزارت وايي، ۹ سرتیري يي په ختیځ کې له روسيي پلوه بیلتون غوښتونکو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

د اوکراین د دفاع د وزارت ویاند بهوډن سینک نن وویل، وسله والو دونیتڅک ښار ته نږدې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې حمله وکړه او په دې پیښه ۱۷ سرتیري نور ژوبل دي.

د نوموړي په وینا په لوهانسک ښار کې هم له بیلتون غوښتونکو سره په جګړه کې یو اوکرایني سرتیري وژل شوي دی.

په همدې حال کې د روسيي د دفاع وزارت ویلي، د اوکراین له پولو څخه د روسيي سرتیرو د وتلو په لړکې نن په ریلونو او الوتکو یو شمېر سرتیري او مهمات وویستل شول.

خو د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسمون بیا وايي:

″اوس مهال روسيي ځواکونه چې مخکې په کومو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو،هم هلته پاتې دي.

موږ په همدغې سیمه کې په دوامداره توګه د روسيي ځواکونو تمرینات وینو.کله چې موږ ووینو چې دا ځواکونه په لویه اندازه ووځي نو زه به لومړی کس اووسم چې هرکلۍ يې وکړم.

دا به د خپلو نړېوالو تعهدانو د پرځای کولو په لړ کې سم لور ته د روسيي لومړنۍ ګام وي په ځانګړي توګه په داسې وخت کې چې اوکراین د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ مهم انتخابات لري.″

ناټو وايي، روسيي د اوکراین پولې ته نزدې شاوخوا ۴۰ زره سرتیري ځای پر ځای کړي دي.