کریمي: د ډیورنډ کرښې په هکله د افغانستان او پاکستان نقشې تفاوت لري

د افغانستان لوی درستیز وايي، چې د ډیورنډ کرښې په هکله د افغانستان او پاکستان نقشې تفاوت لري.

د لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي په وینا تر څو چې د دوو هیوادونوترمنځ سیاسي او ستراتیژیکه ستونزه حل شوې نه وي د دواړو هیوادونو ترمنځ به کړکېچ دوام وکړي.

د افغانستان لوي درستيز وايي، ترڅو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سياسي او ستراتيژيکې ستونزې حل نه شي، د ډيورند د کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ستونزې نه اوارېږي.

لوي درستيز شېرمحمد کريمي چې د افغانستان او پاکستان د لوي درستيزانو او د ناټو د عمومي قومندان له درې اړخيزې غونډې وروسته له ازادي راډيو سره خبرې کولې، وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې ستراتيژيکې دي.

په وروستيو ورځو کې افغان سرحدي ځواکونو د ډيورنډ په کرښه کې له پاکستاني ځواکونو سره وروسته له دې نښته وکړه چې د دوي په وينا پاکستاني پوځيانو هڅه وکړه چې د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې پوستې جوړې کړي.

تېر کال د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د پاکستاني پوځيانو له لوري د پوستو د جوړېدو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ نښتې وشوې.

د ډيورنډ کرښه، چې ۲۶۴۰ کيلومتره اوږدوالي لري، په ۱۸۹۳ ميلادي کال د بريتانيايي هند او افغانستان د هماغه وخت د پاچا ترمنځ کښل شوې وه.

د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ په وروستيو کې څو ځلي نښتې وشوې.

Your browser doesn’t support HTML5

کریمي: د ډیورنډ کرښې په هکله د افغانستان او پاکستان نقشې تفاوت لري