د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو له کاندیدانو څخه غواړي، چې د وضع شوو اصولو له مخې انتخاباتي کمپاینونه پر مخ بوزي.
له مهالویش سره سم د جوزا په لومړۍ نیټه یعنې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د جمهوري ریاست انتخاباتو د دویم پړاو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي کمپاینونه پیلیږي.
د دغو دواړو کاندیدانو انتخاباتي ډلې هم وایي، چې کمپاین کولو ته یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دویم پړاو انتخاباتو له کاندیدانو غواړي، چې د کمپاینونو پر مهال شفافیت ته پام وکړي او خپلې انتخاباتي مبارزې د قانون له مخې پرمخ بوزي.
د دې کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کمپاینونو په اړه وضع شوي اصول پخواني دي او هر کاندیدان یې باید د کمپاین پر مهال په پام کې ونیسي:
″په قانون کې دې دورې لپاره مصرف لس میلیونه افغانۍ تعین شوی، دا هم یوه انتخاباتي دوره ده، مطمئن یو، چې دوی به د خپلو لګښتونو ګزارشونه د انتخاباتو کمیسیون ته ورکړي، شفافیت د انتخاباتو ته توجه وکړي او د عامه پوهونې په رابطه چې کمپاینونه کوي، باید ولایاتو ته ولاړ شي او خلک وهڅوي، چې په انتخاباتو کې په پراخه پيمانه ګډون وکړي.″
د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو لپاره د دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي له خوا انتخاباتي مبارزې د جوزا په لومړۍ نیټه پیلیږي او د همدې میاشتې تر یوویشتمې پورې دوام کوي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له مهالویش سره سم ټاکل شوې د جمهوري ریاست دویم پړاو انتخابات هم د جوزا په څلورویشتمه نیټه ترسره شي.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني هم په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی به د انتخاباتي کمپاینونو دا بهیر څاري او له سرغړونکو سره به جدي چلند وکړي.
داسې شکایتونه شته، چې په لومړي پړاو انتخاباتو کې د قانون خلاف ځیني حکومتي کسان په کمپاینونو کې ښکیل وو او ان په حکومتي ځایونو کې د کمپاین غونډې جوړېدې، خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، دا ځل باید د دې کارونو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ډلې غړی نعمان شینواری وایي، چې دوی د تیرو کمپاینونو له بهیره تجربې ترلاسه کړي او دا ځل به هم کور په کور خپلې برنامې خلکو ته واضح کړي:
″موږه په تمامه اماده ګۍ د افغانستان کلي کلي ته او انشاالله د افغانستان کور کور ته به موږ د تحول اد تداوم ټیم پیغام، چې هغه یو برنامه محوره او افغانستان شموله پيغام او ستراتیژي ده، هغه به مونږ کور کور ته او فرد فرد ته رسوو.″
د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو لپاره د بل کاندید عبدالله عبدالله د کمپاین غړی عبدالجبار شولګری بیا وایي، چې دوی دا ځل پراخ کمپاینونه نه کوي، ځکه په لومړي پړاو انتخاباتو کې یې خپل غږ خلکو ته رسولی:
″تیر دور کې اته محترم کاندیدان وو، زموږ خلکو لپاره تشخیص مشکل وو، دا ځل ډیر اسان شوی دی، ځکه دوه کاندیدان وړاندې کیږي د مبارزې لپاره، زما په نظر دا ځل به زمونږ د کمپاین زیات ضرورت هم نه وي، زموږ غږ هر کورته رسیدلی او هر کور له دغه غږ سره اشنا دی.″
که څه هم امنیتي ارګانونو د دویم پړاو انتخاباتو او د کمپاینونو د بهیر د امنیت ډاډ ورکړی، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او کاندیدان اوس هم ناامنۍ د انتخاباتو په وړاندې یو ستر خنډ بولي.
کارپوهان وایي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په لومړي پړاو انتخاباتو کې له سرغړونکو سره جدي چلند ونه کړ او دا ځل به هم په کمپاینونو کې د حکومتي چارواکو لاسوهنې موجودې وي.
راپور: اسدالله ″لودین″ - کابل