د پارکونو په ساتنه کې هر وګړى مسول دی

د ښاروالۍ مسول کسان وایي، چې په تیرو څلورو کلونو کې ۲۶پارکونه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې نوي جوړ شوي دي او ۳۰ پارکونه هم له پخوا نه و، چې مشهور پارکونه یې د شهر نو، باغ زنانه، لومړیو مکرویانو، دریمو مکرویانو، خیرخانې او وزیر اکبرخان پارک دي.

پارکونه او نورعامه ځایونه د خلکو لپاره دي چې ورشي او تفریح په کې وکړي، خو له بده مرغه ځیني پارکونه زورورو نیولي بلند منزلونه یې په کې جوړ کړي.

له بلې خوا ځیني عام کسان هم چې کله پارک او نورو ځایونو ته ځي، شیان یې ماتوي او د خوړو پاتې شونې هلته اچوي، اکثره میله ځایونه دومره خراب شوي چې د ناستې ځای نه دی په کې پاتې.

د پغمان اوسیدونکی ابراهیم خیل وایي، چې ده خپله په پارک کې ګلانو ته زیان رسولی.

ځیني کسان بیا د ښاروالۍ مسول کسان هم ملامتوي وایي، چې هغوي د پارکونو ساتنه نه کوي، کوم شي چې مات شي بیرته یې نه جوړوي.

باغ زنانه هم هغه ځای دی، چې په دې وروستیو کې ډیر ښکلی جوړ شوي، سمین بارکزې چې هلته کار کوي وایي، ځیني میرمنې چې کله له ماشومانو سره راځي څوکۍ ماتوي او شنه بوټي شکوي.

په همدغه باغ کې دوکانداره عمیرا وایي، کله چې خلکو ته وایي، چې په باغ کې ورانی مه کوئ، نه یې مني، خواړه وخوري پاتې شونې یې په ځای پریږدي.

په ځینو پارکونو کې بیا د ورزش وسایل هم ایښودل شوي د کابل اوسیدونکی حق مل وایي، چې له دې وسایلو سره هم ډیره بې پروایي کیږي.

د ماشومانو لپاره د لوبو شیان هم هغه څه دي چې د لویانو د کارونې زور نه لري، هغه ماشومانو ته جوړ شوي نازک او ظریف دي.

د کارتې نو اوسیدونکی محمد نسیم وایي، چې ده خپله څو ځله لیدلي، چې غټ زلمي د ماشومانو زانګو کې زانګي.

حاجي ګل رحمان بیا پارکونه او نور میله ځایونه د انسان د روح د تازه کیدلو یو لامل بولي، وایي ساتنه یې د هر وګړي کار دی، خو کاش چې ټول خلک په دې پوه شي.

جاوید احمد چې په خیرخانه کې اوسیږي داسې څوک دی چې په خپله سیمه کې د پارک ساتنه کوي، وایي، ونې او ګلان یې اوبه کوي، کله چې ماشومان ورانی کوي دې یې نه پریږي.

Your browser doesn’t support HTML5

کورکلۍ