ولې ۳۷ پرله پسې درې اړخیزې غونډې خو ناکامې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډیره د چین له جمهور رییس سره د ولسمشر کرزي د خبرو اترو او د افغانستان، پاکستان او ایساف ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه مطالب خپاره کړي.

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د لرغونې دوستۍ د دواړو اړتیا ترعنوان لاندې د چین د ولسمشر هغه خبره را اخیستې چې وایي، افغانستان د چین تاریخي ملګری دی او چین هیڅکله تاریخي ملګري نه هیروي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي، چې د چین جمهور رییس شي جین پینګ ویلي، چې هېواد یې یو موټی، پرمختللی باثباته افغانستان غواړي او د افغانانو په مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

سرنوشت خپله سرمقاله هم د افغانستان، پاکستان او ایساف د درې اړخیزې غونډې په اړه لیکلې او پوښتنه یې کړې چې ولې اوه دیرش پرله پسې خو ناکامې غونډې.

د سرمقالې لیکوال ویلي، چې دا اوه دیرشمه غونډه هم د شپږ دیرشو نورو په څیرناکامه ده ځکه پاکستان خپلې ژمنې نه عملي کوي او له دې غونډې هم د کوم مثبت بدلون تمه ترې نه شي کیدې.

محورغیر دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر کرزي او جمهور رییس پینګ ترمنځ له تروریزم سره د جدي مبارزې پر اړتیا د شویو خبرو په اړه یوه لیکنه خپره کړې.

ولسمشر کرزي تروریزم د افغانستان، چین او سیمې لپاره ګډ ګواښ بللی او ویلي یي دي چې باید پر ضد یې مبارزه وشي.

په دې اړه مطلب کې راغلي چې دواړو مشرانو، د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګري، د افغانستان د سولې پر پروسې او له دې هېواد سره د چین د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې آترې کړي.

محور په خپل لومړي مخ کې د افغانستان، پاکستان او ایساف د اوه دیرشمې درې اړخیزې غونډې په مناسبت یوه بله لیکنه هم خپره کړې چې په کې ویل شوي امریکا د پاکستان ترشا ولاړه ده او د افغانستان پر ستوني یې پل ایښی.

انیس دولتي ورځپاڼې له چینایي چارواکو سره د ولسمشر کرزي د لیدو کتو په اړه دوه غبرګ مطلبونه خپاره کړي.

په یوه لیکنه کې د ښاغلی کرزي هغه خبره را اخیستل شوې چې وایي، د افغانستان او چین یوه ګډه ګټه له تروریزم سره د هغوي ګډه مبارزه ده.
دویم مطلب هم د ولسمشر کرزي په هغو خبرو پیل شوې چې ویلي یي دي د افغانستان راتلونکې حکومت نه یوازې دا چې له چین سره موجوده اړیکې ساتي بلکې پراختیا به هم ورکړي.

په دې مطالبو کې د چین له جمهور رییس سره د ولسمشر کرزي د خبرو جزییات خپاره شوي چې سوله، دوه اړخیزې اړیکې، له تروریزم او افراطیت سره مبارزه، سوداګري او داسې نور مسایل یې اساسي ټکي دي.

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې هم چین ته د ښاغلی کرزي د سفر او له چینایي چارواکو سره یې د هغه د خبرو په اړه لیکنه خپره کړې.

په دې اړه مطلب کې د چین د جمهور رییس په حواله لیکل شوي، چې هغوی د یو موټی، پرمختللي او ثبات لرونکي افغانستان غوښتونکي دي.
دې ورځپاڼې د ولسمشرکرزي هغه خبره هم خپره کړې چې ویلي یی دي د افغانستان راتلونکی حکومت به له چین سره اړیکې لا پیاوړي کړي.

ویسا د افغانستان،پاکستان اوآیساف په اوه دیرشمه درې اړخیزه غونډه کې د پاکستان د پوځ د مشرهغه ژمنه هم خپره کړې چې وایی د افغانستان د دویم دور انتخاباتو د امنیت په خوندي کولو کې مرستې ته چمتو دي.

دې ورځپاڼې خپله سرمقاله هم د پاکستان لخوا پرافغانستان اوهند د لاسوهنو د تورونو د تکرارپه اړه لیکلې ده.

چمتوکوونکی: نسیم شفق