د افغانستان دفاع وزارت وایي، د افغانستان، پاکستان او ناټو ترمنځ درې اړخیزه غونډه د دواړو هېوادونو د لوی درستزانو او ناټو استازي په ګدون نن سهار په دفاع وزارت کې جوړه شوه.
د دفاع وزارت د ویاند مرستایل دولت وزیري آزادي راډیو ته وویل؛ په دغه غونډه کې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ موجودو امنیتي مسایلو بحث روان دی او غوښتنه یې وکړه چې د دغه راز غونډو فیصلې باید عملي شي.
"له افغانستان څخه بهر هیڅوک د کورنیو مسایلو په هکله د حکومت پر تصمیمنونو د نظر ورکولو حق نه لري. کله کله داسې څرګندونې کیږي؛ موږ هغه بې ارزښته څرګندونې بولو."
ښاغلي وزیري د پاکستان رول د افغانستان په امنیت کې مهم بولي او وایي، دا ځکه چې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو پټځایونه په پاکستان کې موجود دي.
ده هیله مندي وښوده چې، پاکستان په دې برخه کې مرسته وکړي او پرې نږدي چې مخالفان په افغانستان کې حالات ګډ وډ کړي.