د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د پاکستان پرضد لاریون وشو

د هلمند ولایت سلګونه اوسیدونکي نن په لشکرګاه ښار کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ.

د لاریون ګډونوالو مرګ پر پاکستان نارې وهلې او د کندهار په معروف ولسوالۍ کې یې د دغه هیواد د پوځیانو مخته راتګ وغانده.

دوی له افغان حکومت وغوښتل چې؛ د پاکستان د پوځ د دغه کار ځواب ورکړي.

تېره اوونۍ د کندهار چارواکو خبر ورکړ چې؛ د پاکستان د پوځ ځيني سرتيري د کرښې له صفري سيمې اوښتي او د افغانستان په خاوره کې یې پوستې جوړې کړي.