اوکراین: روسي پلوه بېلتون غوښتونکو خپل نیول شوی مشر خوشې کړ

اوکرایني چارواکو ویلي، روسي پلوه بیلتون غوښتونکي بریالي شول چې؛ د بیلتون غوښتونکو یو مشر چې د اوکرایني ځوکونو له خوا د روسیې په پولو کې نیول شوی و؛ خوشې کړي.

د لوهانسک د خلکو د خپلواک اعلان شوي جمهوريت مشر والیري بولوتوف نن هغه وخت د اوکراین سرحدي ځواکونو نیولی و؛ چې له روسیې څخه لوهانسک ته ستنېده.

بولوتوف په داسې حال کې روغ رمټ د اوکرایني ځواکونو له منګولو راخوشې شو؛ چې لږ تر لږه سلو وسله والو کسانو په سرحدي چیک پاینټ حمله وکړه او په نتیجه کې اوکرایني عسکرو هم پرې ډزې وکړې.

د رپوټونو له مخې بولوتوف د می په دیارلسمه د یوه ناپیژانده کس له خوا ویشتل شوی و چې؛ ویل کیږي د درملنې لپاره روسیې ته تللی و.

د اوکراین د سرحدي پولیسو یوه مشر ویلي؛ که چېرته د ننیو ډزو په نتیجه کې چاته مرګژوبله اوښتي وي؛ دوی به یې معلومه کړي.

دا پيښه په داسې وخت کې وشوه چې؛ په خارکییف کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له خوا د رامنځته شوي تاوتریخوالې د سوله ییزې حل لارې په سر هڅې روانې دي. دغو بیلتون غوښتونکو د اوکرایین په ګڼشمیر ختیځو ښارونو کې دولتي ودانۍ نیولي دي.