د دویم دور انتخاباتو د امنیتي تدابیرو د همغږي کولو په اړه خبرې روانې دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس او امنیتي ځواکونه سر له نن څخه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د امنیتي تدابیرو په مقصد همغږي کوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل؛ دې وزارت په تیر وخت کې هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون سره پروګرامونه عملي کړي وو؛ دا ځل هم چې دوی ته د رایې ورکولو د مرکزونو لیست ورسیږي؛ امنیتي ځواکونه به ورباندې کار وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلان کړه چې؛ له مخې یې هیڅ کاندید غوڅ اکثریت چې پنځوس جمع یو دی؛ پوره نه کړ.

په دې توګه انتخابات د دوو کاندیدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي تر منځ دوهم دور ته ځي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جوزا ۲۴ مه د رایې ورکولو ورځ اعلان کړې ده.