د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د کانونو او پطرولیم وزارت له مرستیال نصیر احمد دراني سره د کانونو په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او ځيني ستونزو خبرې کړي دي.
ښاغلی درانی وایي، چې اوس هم د هېواد ځیني کانونه په ځانګړې توګه په ناامنه سیمو کې په خپل سر استخراجیږي او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کیږي.
نوموړی وایی، دا چې د کانونو د غیرقانوني کیندنو مخه نه ده نیول شوې دوه لاملونه لري، لومړی دا، چې ممکن امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي کې پاته راغلي وي او دویم دا چې ممکن امنیتي ځواکونه هم په دې قاچاق کې لاس ولري.

Your browser doesn’t support HTML5