زلمي رسول په دویم احتمالي دور کې له عبدالله عبدالله نه ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړي دور یوه کاندید زلمي رسول په دویم احتمالي دور کې له عبدالله عبدالله نه ملاتړ اعلان کړ.

د دواړو لوریو ترمنځ یوه موافقه هم لاسلیک شوه، چې په هغې کې په هېواد کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې لپاره د هڅو په دوام ټینګار شوی دی.

په دې وروستیو کې احتمالي دویم دور انتخاباتو ته د نویو اتیلافونو د جوړیدو هڅې پيل شوي دي.

له محمد شفیق ګل اغا شیرزي وروسته زلمي رسول د جمهوري ریاست د لومړي دور د انتخاباتو دویم کاندید دی چې په احتمالي دویم دور انتخاباتو کې له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلانوي.

ښاغلي رسول د یکشبنې په ورځ په یوې غونډه کې له ښاغلي عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړ او دواړو خواوو یوه موافقه هم لاسلیک کړه.

زلمي رسول وویل، چې په هېواد کې د ملي یووالي لپاره یې له عبدالله ملاتړ اعلان کړ:

″د اعتدال، برابري او سازنده ګي ټیم له خپلو غړو سره له مشورې وروسته له دیموکراتیکو ارزښتونو څخه د دفاع، د سیاسي ثبات د ساتنې او ملي یووالي لپاره پریکړه وکړه چې که انتخابات دویم دور ته ځي د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره یو شي او د خپل دوست او ورور عبدالله عبدالله په مشرۍ له دې ټیم نه خپل ملاتړ اعلانوم.″

زلمي رسول د جمهوري ریاست په لومړي دور انتخاباتو کې د اعتدال او برابري په نوم د ټيم مشري کوله چې د لومړنیو نتایجو له مخې یې څه باندې یولس فیصده رایې ګټلي دي.

خو له عبدالله نه د زلمي رسول د ملاتړ په غونډه کې د هغه لومړی مرستیال احمدضیا مسعود نه و موجود.

په هغې موافقې کې چې عبدالله او زلمي رسول ترمنځ لاسلیک شوه، په هېواد کې له وسلوالو مخالفینو سره د مذاکراتو په دوام ټینګار شوی دی.

په دې موافقې کې د قانوني پر حاکمیت، له فساد سره په مبارزې او په نظام کې په بدلون هم ټینګار شوی خو دا بدلون نه دی په ډاګه شوی.

تردې مخکې محمد شفیق ګل اغا شیرزي له عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړی و.

همدا راز د قاضي محمد امین وقاد په مشرۍ د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد چې په لومړي دور کې یې د زلمی رسول ملاتړ کاوه په احتمالي دویم دور انتخاباتو کې یې له بل مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړی.

په یاده غونډه کې ښاغلي عبدالله وویل، چې دوی به پر هغو ژمنو ودریږي چې له نورو ټیمونو سره یې کړي دي.

ټاکل شوې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي نتایج د ثور په څلور ویشتمه نیټه اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، ډیر امکان دی چې انتخابات دویم دور ته ولاړ شي او دا دور ممکن د جوزا په څلوریشتمه نیټه وشي.