په عراق کې وروستي تاوتريخوالي تر ٢٠ زيات کسان ووژل

د عراق په فلوجه او پلازمېنه بغداد کې د توغنديو او نورو بريدونو څه باندې ٢٠ کسان ووژل.

د روغتيا وزارت چارواکي وايي، د توغنديو په بريد کې پرون په فلوجه کې، چې له ډسمبر راهيسې د دولت ضد جنګياليو په ولکه کې ده، يوولس کسان ووژل شول.

د فلوجه د مرکزي روغتون مشر ډاکټر احمد شامي د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې تر ٢٠ زيات نور کسان په بمبارۍ کې ټپيان شوي دي.

دا وروستي تلفات په داسې حال کې خلکو ته اوړي، چې تر دې يوه ورځ مخکې عراقي ځواکونو د فلوجه د بېرته نيولو لپاره پراخ پوځي عمليات پيل کړل.

دا د انبار ولايت هغه ښار دى چې ډېرى اوسېدونکي يې سنيان دي.

دغه راز د بغداد له شمال څخه پر يوه پوسته د ځان وژونکي بريد خبر ورکړى شوى دى، چې په نتيجه کې يې شپږ امنيتي ساتونکي او يو ملکي کس وژل شوي دي.

بله خوا د بغداد په شيعه مېشته سيمه حبيبيه کې د يوه رستورانت مخې ته موټربم چاودنې پنځه کسان ووژل.