په وروستیو څو کلونو کې په پرله پسې توګه په طبیعي پیښو کې د سلګونو کسانو له منځه تلل او د زرګونو نورو بې کوره کیدل دا پوښتنه راپورته کړې چې څنګه کیدای شي په راتلونکې کې خلکو ته د تلفاتو او زیانونو مخه ونیول شي؟
په افغانستان کې له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي چې؛ دوی په ټول هیواد کې د طبیعي پيښو د زیانونو د مخنیوي د پوښښ وړتیا نه لري.
د دې ادارې مرستیال محمداسلم سیاس له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ د طبیعي پيښو د ورانیو مخه ځکه په سمه توګه نه شي نیول کیدای چې له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره کافي بودجه نه لري.
"زموږ له اساسي ستونزو یوه هم د بودجو کموالی دی.
په خپله دولت کې دومره وس نشته چې دا ټولې پيښې تر پوښښ لاندې راولي او زیانمنو ته کورونه وویشي."
ښاغلي سیاس وویل د هیواد هغه اوسیدونکي چې په لرو پرتو سیمو او بانډو کې اوسیږي دنده لري څو د طبیعي پيښو له رامنځته کیدو دمخه حالاتو ته په کتو اړوند ارګانونو د خپلو سیمو له حاله خبر کړي.
په افغانستان کې له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره وروسته له هغې په طبیعي پيښو کې د ورانیو د مخنیوي په برخه کې د حکومت بې وسي یادوي چې په دې وروستیو کې په شمالي ولایتونو کې سیلابونو او په بدخشان کې د غونډې د ښویدو پيښې سلګونه کسان ووژل او زرګونه نور یې بې کوره کړل.
چارواکي په ارګو ولسوالۍ کې ددې خاورینې غونډۍ د تر خاورو لاندي شويو کسانو شمیر څه باندې درې سوه ښيي، خو ځینې ادارې یې شمیر له دې څو برابره زیات شي.
په افغانستان کې یوناما د دفتر د بشري مرستو د همغږۍ مسوولین وايي چې د افغانستان په اکثرو شمالي او شمالي غربي ولایتونو کې وروستیو سیلابونو څه باندې نوي زره کسان زیانمن کړي.
له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي څه باندې دوه میلیونه افغانانو اوس وخت د غرونو او غونډیو په لمنو کې اړولي چې بیلابیلې طبیعي پيښې یې ژوند ګواښوي.
د ولسي جرګې ځینې غړي هم وايي د طبیعي پيښو پر مهال باید له حکومت سره د ډېرو ورانیو د مخنیوي سوچ وي.
په ولسي جرګې کې د ژوند چاپیریال او طبیعي سرچینو د کمیسیون رییس عبیدالله رامین ازادي راډیو ته وویل حکومت باید په هغو ځایونو کې د خلکو د کورونو د جوړیدو مخه ونیسي چې سیلابونو د راتلو خطر پکې وي:
« د سیلابونو د راتلو په لار کې د کورونو له جوړیدو نه باید حکومت په جدیت مخنیوی وکړي. تاسو پوهیږئ چې خلکو د سیلابونو د راوتلو په لارو کې کورونه جوړ کړي حکومت باید دا قضیه هومره جدي ونیسي چې خلک په همدغو زیانمنونکو سیمو کې کورونه جوړ نه شي کړای.»
ښاغلي رامین وویل د متخصصینو یو ټیم باید وګمارل شي څو زیانمنونکې سیمې تثبیت کړي او خلکو ته د طبیعي پيښو د رامنځته کیدو په اړه له مخکې خبرداری ورکول هم ددې پيښو له ډب کونکو لارو شمیرل کیږي.
د کابل ښار ځینې اوسیدونکي هم حکومت په دې ګرم بولي چې د طبیعي پيښو پر مهال د ډېرو مرګ ژوبلو او ورانیو مخه نه شي نیولی او غواړي چې باید ددې پيښو لپاره مخکې له مخکې تدابیر نیول شوي وي.
"۱- زه نیکمل شینواری خبرې کوم. د بدخشان د پیښې په هکله به دومره ووایمه چې دا خو ډېره یوه غمجنه او دردونکې پيښه وه. دغه کې زه حکومت یو څه پړ بولمه ځکه چې باید د دې لپاره یو خاص ارګان موجود وي تر څو د طبیعي پيښو د مخنیوي لپاره خاص تدابیر ولري امکانات هم شته دي خارجي هیوادونه اوس هم کومکونه کوي.
" ۲ نوم مې کفایت الله دی. حوداثو کومه اداره چې ده دا باید صحیح تصمیم ونیسي تر څو د افغانستان خلکو ته خبر ورکړي څو د حوادثو په هکله معلومات ولري یا سیمه پریږدي."
خو دا چې د طبیعي پيښو پر مهال د زیانونو او مرګ ژوبلو د کمښت په خاطر د جیولوژۍ د علم پوهان څه نظریات لري د افغانستان په پوهنتونونو کې د جیولوژي او انجینیرۍ ځینې استادان یو شمیر وړاندیزونه کوي.
د کابل د پولیتخنیک د جیولوژۍ او انجینیرۍ استاد نقیب الله سهاک:
"د غرونو او غونډیو لمنې او سر په کته سیمې باید هوارې شي که چیرې داسې سیمې هواري شي له ښویدنو مخنیوی کیدای شي. نیالونه باید کیښودل شي کله چې نیالګي کینول شي رطوبت جذبیږي سیمه وچیږي له ښویدنې مخنیوی کیږي. استنادي دیوالونه هم د خاورو د ښویدو مخه نیولی شي. ځينې احجار چې په منځ کې درز لري باید سمنټ شي کله چې سمنټ شي اوبه لار نه شي پکې کولای او دا هم د ښویدنې مخه نیسي."
د چارو پوهان په دې باور دي هغه سیمې چې د طبیعي پيښو له خطر سره مخامخې دي باید د حکومت له لوري تثبیت او په راتلونکي کې د پيښو پر مهال د ډېرو ورانیو مخه ونیول شي.
برفکوچونه،د سیلابونو راوتل،زلزلې او د ځمکې ښویدنه له هغو طبیعي پيښو شمیرل کیږي چې له امله یې په افغانستان کې ګڼ شمیر خلک وژل شوي دي.
د ولسمشر کرزي په دوره کې ددې پيښو پر مهال د تلفاتو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی خو دا چې راتلونکی حکومت به په دې برخه کې څومره پرمختګ ولري لا نه ده روښانه.
راپور: صفي الله ستانکزی