د بریتانیايي ځواکونو یو شمېر پخوانیو ژباړونکو د بریتانیا سفارت مخې ته مظاهره وکړه

د بریتانیايي ځواکونو یو شمېر پخوانیو ژباړونکو نن په کابل کې د بریتانیا سفارت مخې ته مظاهره وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا هیواد باید د دوي د ژوند خوندیتوب ته کار وکړي.

دې ژباړونکو، چې شمیرېې شااوخوا دیرشو تنو ته رسید غوښتنه وکړه، چې بریتانیا باید همغه هیواد ته د دوی د تګ زمینه برابره کړي.

مظاهره چیانو ویل، چې په سختو شرایطو کې یې له بریتانوي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی او اوس، چې له دندې لرې شوي، ژوند یې په خپل هیواد کې له خطر سره مخ دی.

بریتانیا له دې وړاندې ویلي چې څه باندې شپږ سوو افغان ژباړونکو ته به په هغه هیواد کې د اوسیدو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم په افغانستان کې خپلو ترجمانانو ته د ویزې په ورکولو موافقه وکړه.