د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر به نن قزاقستان ته لاړ شي

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلیام برنز به نن قزاقستان ته لاړشي او په استانه کی به له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره وګوري.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې برنز به د اوکراین د بحران، د افغانستان د حالاتو او د نړېوالې سوداګرۍ له سازمان سره د قزاقستان د یوځای کیدو په ګډون پر یو لړ دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي.

برنز دغه راز په پام کې لري چې په استانه کې د غیردولتي سازمانونو او د مدني ټولنو له مشرانو سره هم وګوري.

هغه د ازبکستان له دوه ورځني سفروروسته قزاقستان ته ځي. برنزپه تاشکند کې له لوړپوړو دولتي چارواکو سره د افغانستان، د سیمې د سیاسي وضعیت، اقتصادي اصلاحاتو او د بشري حقونو پرموضوعاتو خبرې وکړې.