د امريکا د ټولو قواوو ګډ لوي درستيز جنرال مارتين ديمپسې د دغه هيواد مشرانو جرګې ته وويل، پينتاګون اوس د افغانستان لپاره د روسيې د ايم آي -۱۷ هيلي کوپترو متبادل نه ويني.
ده وويل چې د روسي هيلي کوپترو په ځاي يې د نورو لټه کړې خو متبادل يې نه دي موندلي.
د روسيې د ايتارتاس خبري اژانس د راپور له مخې د امريکا لوي درستيز وويل، د کانګريس له لوري د روسيې د (روسوبورن ايکسپورت) کمپنۍ پرضد د بنديزونو د لګولو هڅه به سبب شي چې د افغانستان امنيتي ځواکونه له هوايي ملاتړه بې برخې شي او دا د اندېښنې وړ ده.