د پاکستان په میرانشاه کې بمي چاودنې دوه تنه وسله وال ووژل

د پاکستان له شمال لویدیځ څخه راپوورنه وایي؛ د افغانستان پولې ته نږدې په یوې بمي چاودنه کې نن لږ ترلږه دوه تنه وسله وال مړه او دوه نور ټپیان شول.

چارواکي وایي، د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه ښار په یوه بازار کې هغه مهال له لري واټن څخه یو بم وچاودید شو؛ چې د پاکستاني طالبانو یوه ډله دغه ځای ته راغله.

وسله والو حمله تایید کړي او وایي، وژل شوي کسان د مولانا فضل الله په مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان غړي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د خپل منځي مخالفتونو له امله زیات شمېر کسان وژل شوي دي.