کندهار: لس وسله وال مخالفین د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت وايي، لس وسله وال مخالفین په کندهار کې د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن سهار په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل؛ دا وسله وال په یوه موټر کې سپاره وو؛ چې پرون مازدیګر د کندهار د ریګستان په چهل دختران سیمه کې په یوه ماین چې خپله طالبانو ایښی و؛ ور برابر شول.

د کورنیو چارووزارت په یوې بلې مطبوعاتي اعلامیې کې نن وویل چې؛ په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې شل وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د اعلامیې له مخې دا عملیات د ملي پولیسو؛ ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو په ګډه په کونړ، ننګرهار، لغمان، تخار، کندز، زابل، غزني، پکتیا او هرات ولایتونو کې کړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.