ولسي جرګې د کانونو قانون تصویب کړ

د افغانستان ولسي جرګه نن د کانونو قانون د رایو په اکثریت تصویب کړ.

دغه قانون چې ۱۱۶ مادې لري؛ د یوې مادې په زیاتولو سره د جرګې د اکثرو غړیو له خوا تصویب شو.

د دې مادې په زیاتېدو سره باید پنځه فیصده د کانونو پیسې په هغه ولایت کې چې کان استخراج کیږي؛ ولګول شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې؛ دغه قانون به کله د افغان ولسمشر له لوري توشیح کیږي.