مشعل: افغان ماشومان په پاکستان کې انتحاري حملو ته هڅول کیږي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې په پاکستان کې لسګونه دیني مدرسې شته چې افغان ماشومان انتحاري حملو ته هڅوي.

د دې ریاست ویاند لطف الله مشعل د چهارشنبې په ورځ د کابل په پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې د انتحاري حملو لوړه فیصدي د ماشومانو له خوا ترسره کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې په دې هېواد کې اتیا فیصده انتحاري حملې د ماشومانو له خوا ترسره کیږي.

د دې ریاست ویاند لطف الله مشعل د چهارشنبې په ورځ د کابل په پوهنتون کې په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دا ماشومان تر ډیره د پاکستان په یو شمېر دیني مدرسو کې انتحاري حملو ته هڅول کیږي.

د ښاغلي مشعل په خبره یو شمېر کسان چې دوی له انتحاري حملو مخکې نیولي منلي یې دي چې په پاکستان کې په ځینو دیني مدرسو کې روزل شوي:

"هغوی ته نه وای چې تاسو وژل کیږﺉ بلکې ورته وایي چې تاسو ژغورل کیږئ.

له ډیرو سره چې موږ خبرې کړي یعنې چې نیول شوي وایي، چې نه پوهیدل چې دوی به په انتحاري حملو کې وژل کیږي بلکې دوی ته ویل شوي چې هغه بټنه ووهئ جنت ته ځئ.

بله ډله هغه کسان دي چې هغوی نه غواړي چې انتحاري حملې وکړي او نه هم پوهیږي بلکې ورته ویل کیږي چې هلته ولاړشئ او بیا د رموټ په واسطه انفجار ورکول کیږي."


د ملي امنیت د ریاست ویاند وایي، چې دا ماشومان چې انتحاري حملو ته هڅول کیږي له افغانستانه د پاکستان ځینو دیني مدرسو ته د دیني زده کړو لپاره ځي.

ده وویل، چې له شلو تر اویا دیني مدرسې په پاکستان کې شته چې ماشومان انتحاري حملو ته هڅوي.

افغانستان حکومت تردې وړاندې هم په وار وار ویلي، چې په پاکستان کې ګڼ شمېر دیني مدرسې افغان ماشومان او تنکي ځوانان د دیني زده کړې پرځای افراطیت او د افغان حکومت پر ضد وسله والې جګړې ته هڅوي.

په همدې حال کې د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل وایي، چې د پاکستان په دیني مدرسو کې د دې فعالیتونو د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو سازمان هم باید لازم اقدامات وکړي:

"موږ هیله لرو چې ملګرو ملتونه په تیره د امنیت شورا چې موږ موثق اسناد هم ورکړي په هغو مدرسو او ځایونو فشار واچوي چې دا ناسم کارونه کوي.

دا کار چې دوی یې کوي هم د اسلام، شرعیت او هم د بشري حقونو خلاف عمل دی."


په همدې حال کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال نورجلال په دې غونډه کې وویل چې میندۍ، پلرونه، کورنۍ، سپین ږیري او دیني علما دا مسوولیت لري چې په انتحاري حملو کې له ماشومانو نه د کار اخیستنې مخه ونیسي.

پاکستان ډیر کله دا رد کړې، چې ګوندې په ګڼ شمېر دیني مدرسو کې یې ځوانانو ته افراطیت او د افغان حکومت پرضد روزنه ورکول کیږي.

دغه راز طالبانو هم تردې وړاندې ویلي، چې هیڅکله یې له ماشومانونه په انتحاري حملوکې استفاده نه ده کړې.