د سرحدي پولیسو د ویاند ورور په وسله وال برید کې زخمي شوی

د افغانستان د سرحدي پولیسو عمومي ویاند ادریس مومند ازادۍ راډيو ته ویلي، چې تېره شپه یو شمېر وسله والو د مومندرې په ولسوالۍ کې د دوی کور سره خوا کې کمين نیولی او د ده ورور يې په وسله وال برید کې زخمي کړی.

نوموړی وايي، ورور يې د جلال اباد مرکزي شفاخانه انتقال کړی او اوس تر درملنې لاندې دی.

مومند تور پورې کوي، چې دا وسله وال برید د طالبانو له خوا شوی، خو وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دي.