په ولسي انګېرونه کې يو شمېر داسې دي چې ولس د خبر په سترګه ورته ګوري نو که انګېرنه ښه وه خوشاله وي او که ښه نه وه بيا يې طبعه خټه شي، د بېلګې په ډول يوه انګېرنه داسې ده، که څوک د کوم کارپه نيت له کوره وځي، په لاره کې ګيدړه په مخه ورشي، دا ښه شګوم لري، کار به يې په خیر تمام شي، خو که سوی په مخه ورشي ممکن دا کس سرګردانه او له ستونزو سره مخ شي.