ولسمشربارک اوباما اسيایي هېوادنو ته سفر پای ته ورساوه

د امریکا ولسمشربارک اوباما اسيایي هېوادنو ته سفر پای ته ورساوه او بیرته واشنګټن ته ستون شو.

په دې سفر کې نوموړي له سیمه ییزو متحدینو سره د امریکا ملاتړ څرګند کړ.

اوباما په دې سفر کې له جنوبي کوریا، مالیزیا جاپان او فلپین څخه کتنه وکړه.

اوباما په دې سفر کې چین ته په ختیځ او د چین په جنوبي اوبو کې د لانجمنو سیمو په اړه د دې هېواد د اقداماتو په وړاندې خبرداری ورکړ.

ټاکل شوې ده چې؛ اوباما به د مۍ په دوهمه نیټه په سپینه ماڼۍ کې د جرمني د صدراعظمې انګلا میرکل کوربه وي.

دواړه مشران به په خبرو کې د کییف اومسکو ترمنځ د راپورته شوي کړکیچ په اړه خبرې وکړي.