د افغانستان د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان وايي؛ سرحدي ځواکونه چمتو دي چې د جګپوړو چارواکو د امر په صورت کې د ننګرهار د نازیانو د ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د حل لپاره په پوځي عملیاتو لاس پورې کړي.
په دې وروستیو کې د نازیانو په سرحدي ولسوالۍ کې د پاکستانۍ وسله والې ډلې لشکر اسلام او د افغانستان د مخالفینو د یوې ډلې ترمنځ د نښتې له ویرې په سلګونو کورنیو خپلې سیمې او مینې پریښې دي.
د افغانستان د سرحدي پولیسو عمومي قومندان محمد شفیق فضلي ازادي راډیو ته وویل چې؛ اوس هم دغه ډلې یو بل ته په کمین کې دي:
هغه وویل چې، د دوی ترمنځ روانه لانجه په کلیو کې نه ده بلکې د ډیورنډ کرښې صفري نقطې ته نږدې روانه ده.