سیفده چلډرن: وروستیو سیلابونو له امله ۶۰ فیصده زیانمن کسان ماشومان دي

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ یا سیف ده چلډرن ادارې مسوولین وایي، چې د وروستیو سیلابونو شپیته فیصده زیانمن کسان ماشومان دي.

د دې ادارې د څیړنو له مخې پدې سیلابونو کې پنځه څلویښت زره کورنیو زیان لیدلې دې.

د سیف ده چلدرن ادارې ویاندې زبیدې اکبر آزادي راډیو ته وویل چې دې ادارې په تیرو اتو څلویښتونو ساعتونو کې له سیلاب ځپلو سره مرستې کړي دي.

هغه وایي، چې دوی له پنځه زره نورو کورنیو سره هم د مرستې لپاره چمتووالی لري.

تیره ورځ ناوخته له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې مسوولینو آزادي راډیو ته وویل چې په شمالي ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې ۱۱۱ کسان وژل شوي دي.