د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن (شنبه) د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړي نتایج اعلان کړل.
د دغه کمیسیون مشر یوسف نورستاني یوې خبري ناستې ته وویل؛ چې ډاکتر عبداله ۴۴،۹ سنله، اشرف غني احمدزي ۳۱،۵ سلنه، زلمي رسول ۱۱،۵ سلنه، عبدرب الرسول سیاف ۷،۱ سلنه، قطب الدین هلال ۲،۷ سلنه، ګل اغا شیرزي ۱،۶ سلنه، داوود سلطان زوی ۰،۵ سلنه او هدایت امین ارسلا ۰،۲ سلنه رایې ترلاسه کړي.
ښاغلي نورستاني وويل، چې تر اوسه یوه کاندید هم ۵۰ جمع یو سلنه رایې نه دي ګټلې نو دا انتخابات به دوهم پړاو ته ځي.
د یاد کمیسیون په وینا کېدای شي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تر څېړنو وروسته د کاندیدانو د رایو په فیصدي کې بدلون راشي.
دغه کمیسیون وايي، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستي پایلې به د غويي یا ثور میاشتې په ۲۴مه اعلان کړي.