د ایران دولتي خبري آژانس ویلي؛ چې د دې هېواد د یوه څارنوال په قتل محکوم درې کسان نن د پاکستان سرحد ته نږدې په یوه سیمه کې اعدام شول.
ایرنا خبري آژانس وایي، چې امیدپایري، علی رضا دهماردي او ایمان غلافي نن د مقتول څارنوال د کورنۍ د غړو پر وړاندې په زابل ښار کې چې د سیستان او بلوچستان ترمنځ پروت دی اعدام شول.
دغه درې کسان په هغې سیمه کې اعدام شول؛ چې تېر کال څارنوال موسی نوري له خپل موټر چلوونکي سره د ډزو له امله په کې ووژل شول.
د دې دریو کسانو قضیه د ایران د سترې محکمې له خوا تعقیب شوې وه.
نوري هغه څارنوال وو، چې د نشه یي موادو له قاچاق وړونکو سره یې جدي چلند کاوه.